کابل پوسټ: آیا هلمند به هم د کندز له وضعیت سره مخامخ شي؟

کابل چاپ ورځپاڼو د نن ورځې په ګڼو کې د نورو مسایلو تر څنګ د هلمند امنیتي وضعیت او د سولې له پروسې سره د طالبانو د ملا رسول ډلې د لېوالتیا په اړه مطالب لیکلي دي.

سرنوشت

سرنوشت خپلواکه ورځپاڼه په خپلې مقالې کې د هلمند د ولایتي شورا د مشر په حواله لیکي چې امنیتي ځواکونه په دغه ولایت کې جګړه نشي محارولای او که مرستندویه پوځيان ور ونه لېږل شي نو سقوط به وکړي.

په مقاله کې راغلي چې افغان امنیتي ځواکونه د وسله‎والو د ماتولو توان لري خو ناسمه رهبري او د همغږۍ نشتون په هلمند کې د جګړې د اوږدېدو اساسي عوامل بلل شوي دي.

د مقالې لیکوال زیاتوي چې که حکومت د وسله‎والو پر ضد بېړني او اغېزناکه ګامونه وانخلي نو دا به په دې معنی وي چې هلمند به قصدي ډول وسله‎والو مخالفینو ته پرېښودل کېږي.

کابل پوسټ

کابل پوسټ بیا په خپلې ګڼې کې، آیا هلمند به هم د کندز له وضعیت سره مخامخ شي، تر عنوان لاندې مطلب خپور کړی دی.

د ورځپاڼې په مطلب کې راغلي چې وسله‎والو په یوه وخت په یوولسو سیمو کې بریدونه پیل کړي او زیاتوي چې د مرکز لښکرګاه د سقوط خبره په داسي حال کې کېږي چې لا هم خلک د کندز ښار د سقوط ترخه تجربه په ذهنونو کې لري.

د مقالې لیکونکی سپارښتنه کوي چې که حکومت د هلمند وضعیت ته پام ونه کړي نو پرته له شکه چې د کندز ترخه تجربه به بیا تکرار شي او هغه وخت به حکومت خلکو ته ځواب ونه لري.

ویسا

ویسا ورځپاڼې بیا په لومړي مخ کې د بهرنیو آژانسونو په حواله لیکلي چې د طالبانو د جلا شوې ډلې مرستیال ملا عبدالمنان نیازي د خپلې ډلې یوې غونډې ته ویلي چې که څه هم دوی پر افغان حکومت باور نه‎لري خو حاضر دي چې پرته له کوم مخکیني شرطه مذاکره وکړي.

خو ورځپاڼه بیا د مطلب په بله برخه کې لیکي چې د ملا رسول ډله غواړي په افغانستان کې شریعت نافذ او بهرني ځواکونه له دغه هېواده ووځي هغه غوښتنې چې د طالبانو د مخکیني مشر ملا منصور ډلې هم د سولې د مذاکراتو اساسي شرطونه بللي و.