په پولنډ او نورو هېوادو کې به د ناټو دفاعي حضور پیاوړی شي

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي، د دې تړون راتلونکې سرمشریزه به د ناټو په ختیځه څنډه کې پرتو هېوادونو پولنډ او نورو کې د دوی دفاعي حضور پیاوړی کړي.

ستولټنبرګ دا خبرې پرون دوشنبې په وارسا کې کړي چېرې چې د جولای په میاشت کې د ناټو د مشرانو غونډه جوړیږي.

نوموړې وویل، د ناټو د مشرانو تر غونډې وروسته به په پولنډ کې د ناټو د سرتېرو شمېر زیات شي.

د سټولټنبرګ په وینا دا به یو روښانه پیغام واستوي چې پر پولنډ برید به پر دې پوځي تړون برید وګڼل شي.

نوموړی وویل، ناټو لا د دې سرتېرو په شمېر او سیمو غور کوي او که په ختیځ کې د ناټو د سرتیرو شمېر زیاتیږي دا به د څو هېوادونو سرتیري وي او په دوره یې توګه به ماموریت ترسره کوي.

ګومان کېږي چې د ناټو دا اقدام به روسیه نوره هم وپاروي. روسیه وايي، ختیځې خواته د ناټو پراختیا د دوی د ملي امنیت لپاره ګواښ دی.