د افغانستان د ملي امنیت شورا د انتخاباتو پر پلان بحث وکړ

د افغانستان د ملي امنیت شورا پرون د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو لپاره په ابتدايي امنیتي پلان بحث وکړ.

د ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايي، د ولسمشراشرف غني په مشرۍ په دې غونډه کې یو وار بیا د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کولو په اړه د حکومت پر ارادې ټینګار او په دې برخه کې د امنیتي پلان د نهايي کولو لپاره اړوند ادارو ته سپارښتنې وشوې.

خبرپاڼه وايي، په غونډه کې د مالیې وزارت ته دنده ورکړل شوه چې له مرستندویانو سره د انتخاباتو لپاره د اړتیا وړ مالي بودیجې ارزونې ته ادامه ورکړي او د انتخاباتو د لګښت لپاره هغوی د افغان حکومت له خوا له ژمنه شوې تخصیص خبر کړي.

ټاکل شوې ده چې په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولسوالۍ د شوراګانو انتخابات د روان کال په منې کې ترسره شي.

ارګ وايي، د ولسمشرغني په مشرۍ د ملي امنیت د شورا په پرونۍ غونډه کې پر دې سربېره د داعش پرضد د مبارزې په تدوین شوې ستراتیژۍ هم بحث وشو.