د هلمند لښکرګاه ته نژدې بریدونه په شا تنبول شوي

د هلمند والي حیات الله حیات وايي، لښکرګاه ته نژدې سیمو کې د مخالفو وسله والو بریدونه په شا تنبول شوي او اوس دغلته جګړې پای ته رسیدلې.

ښاغلي حیات پرون دوشنبې ماښام ازادي راډیو ته وویل چې هلمند ته ځانګړې ځواکونه ورسیدلی او دا مهال په هغو سیمو کې چې وسله وال برید کړی په تصفیوي عملیاتو بوخت دي څو دغلته پټ شوي وسله وال وباسي.

تردې مخکې د هلمند د ولایتي شورا ریس ویلي و، که اضافي ځواکونه هلمند ته ونه رسیږي لښکرګاه به د وسله والو لاس ته وغورځي.

ښاغلي حیات د لښکرګاه د سقوط په اړه هر ډول اندېښنې رد کړې او ویې ویل:

"جګړې پای ته رسیدلې، په ځینو سیمو کې وسله وال پټ شوي چې زموږ ځانګړي او نور امنیتي ځواکونه ورغلي څو یې له هغو سیمو را وباسي. د لښکرګاه د سقوط تصور هم نه شي کېدلای."

د هلمند والي، افغان امنیتي ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو په اړه وویل چې په وروستیو دوو ورځو کې د څلوېښتو په شاوخوا کې امنیتي سرتیري مړه او ټپیان شوي دي.

د هلمند د والي له ویاند سره مرکه

نوموړي د مقابل لوري مرګ ژوبله تر دې څو چنده لوړه وګڼله او ویې ویل، د ده د لومړنیو معلومات له مخې پنځوس تنه وسله وال وژل شوي او تر اویاوو زیات ټپیان دي.

Your browser doesn’t support HTML5

د هلمند له والي حیات الله حیات