فارن پالیسي: ملا منصور په ایران کې څه کول؟

دا د فارن پالیسي نشریې د لیکنې عنوان دی چې په وروستۍ ګڼه کې یې خپره کړې ده.

د فارن پالیسي په دې لیکنه کې راغلي، د طالبانو د مشر اختر محمد منصور له وژل کېدو وروسته اوس څرګندېږي چې د تهران او طالبانو اړیکې څه ډول پرمخ ځي.

د ملا منصور له وژل کېدو وروسته پاکستاني رسنیو وویل چې نوموړی د ایریل په ۲۶ مه ایران ته تللی و، د بېرته راتګ په وخت د امریکا بې پېلوټه الوتکو وویشت.

منصور د فبرورۍ او مارچ په میاشتو کې هم ایران ته تللی و.

فارن پالیسي لیکي، له بلوچستانه چې د کوټې شورا پکې ده، ایران ته د منصور تګ د حیرانتیا وړ دی ځکه چې ایران د طالبانو دوست نه دی او د دې په مقابل کې دا هېواد د شمال ايتلاف او نورو طالب ضد عناصرو متحد دی.

ایران په ۲۰۰۱ میلادي کال د بن په کنفرانس کې مهم رول ولوباوه او د جګړې په لومړیو کلونو کې یې امریکا ته د طالبانو د مورچو نقشې ورکړې وې او بل دا چې ایران د افغان اردو د ۲۰ زره پوځیانو د روزلو وړاندیز کړی دی.

فارون پالیسي زیاتوي، ایران له طالبانو سره د اختلاف ښه دلایل لري، یو دا چې ایران شیعه دی او طالبان سنیان دي، خو د فارن پالیسي په باور دا اختلاف ډېر ژور نه دی.

طالبان د جندالله ډلې ملاتړ کوي چې د ایران یوه افراطي سني ډله ده.

طالبان د مخدرو مواد قاچاق په کنټرول کې لري چې په ایران کې یې د هیروینو معتادان پیدا کړي.

طالبان په ۱۹۹۸ میلادي کال د ۱۲ ایراني دیپلوماتانو پر وژلو تورن دي.

وال ستریت ژورنال:

وال ستریت ژورنال ورځپاڼې بیا لیکلي چې منصور د خپلې کورنۍ د غړیو د لیدو لپاره ایران ته تللی و خو امریکايان پرې پوی شول او پوهېدل چې نوموړی چیري دی.

امریکايي خبریال ټام بومن په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې امریکا حتي د منصور سیم کارت نمبر درلود.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې د افغان خبریال مجیب مشعل له قوله لیکلي چې د ملا هبت الله اخوندزاده انتخاب مذهبي هستې ته د طالبانو د بېرته ستنېدو په معنا دی.

ورځپاڼه وايي چې هبت الله په یوې بېوزلې او مذهبي کورنۍ پوري تعلق لري، د ورځپاڼې له لیکنې سره سم هبت الله وروسته له دې د طالبانو مشر وټاکل شو چې د طالبانو چالاک او د مخدرو موادو د قاچاق له درکه شتمن شو منصور ووژل شو.