اشرف غني: لا هم په افغانستان کې ملکیتونه له قانوني پلوه خوندي نه دي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي لا هم په هېواد کې ملکیتونه له قانوني پلوه خوندي نه دي او په دې اړه جدي اقداماتو ته اړتیا ده.

ښاغلي غني نن د دارالامان ماڼۍ د بیارغونې د پیل په مراسمو کې وویل، په راتلونکي کې به د حکومت هڅه دا وي چې ټولو ملکیتونه ته شرعي او قانوني اسناد جوړ کړي.

"نن ورځ زموږ جایدادونه خوندي نه دي او زموږ یوه عمده هدف نهه کاله وروسته باید دا وي چې هر افغان وګړۍ چې د هېواد په هرځای کې ژوند کوي باید د یوه شرعي او خوندي جایداد خاوند وي."

ښاغلي غني همدارنګه ټينګار وکړ چې باید د دولتي او غېر دولتي ځمکو په اړه باید معلومې شي او په دې اړه خلکو ته معلومات ورکړل شي.

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کیږي چې دا مهال د افغانستان اکثره ښارونه په غېر معیاري ډول جوړ شوي دي او خلکو ته ګڼې ستونزې راپیدا کړي دي.