په شمال ختیځ زون کې یو شمېر ښځو ته کاري فرصتونه برابر شوي

په شمال ختیځ زون کې د باغدارۍ او مالدارۍ څانګې مسولین وايي چې په دغه زون کې یو شمېر ښځو ته ډېر کاري فرصتونه برابر شوي دي.

په شمال خیتځ زون کې د باغدارۍ او مالدارۍ څانګې مسوول محمد غلام ملاخیل ازادي راډیو ته وویل چې دغو ښځو ته یې د وړو او متوسطو باغچو، مرغدارۍ او لبنیاتو په برخه کې کاري زمینه برابرې کړي دي.

د ښاغلي ملاخېل په خبره دوی هڅه کوي چې د دغو ښځو کورنیو تولیداتو ته بازار موندنه وکړي.

ملاخیل وايي چې دغه ښځې اوس مهال د خپل کورونو په اقتصاد کې ونډه لري.