د دارالامان ماڼۍ د بیا رغولو چارې رسماً پیل شوې

په کابل ښار کې د دارالامان ماڼۍ د بیا رغولو چارې نن رسماً د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې پیل شوې.

د دغې ماڼۍ د بیا جوړولو کمېسیون مشري د افغان ولسمشر په غاړه دی او د کابینې یو شمېر غړي هم په کې شامل دي.

ویل کېږي چې د دې ماڼۍ د بیارغولو چارې به په پنځو پړاوونو کې له درېیو څخه تر پنځه کلونو پورې بشپړې شي.

د دارالامان ماڼۍ چې د کابل ښار په غربي څنډه کې پر یوې غونډۍ جوړه شوې، د هېواد په کورنیو جنګونو کې تر ډېره ځایه ویجاړه شوې ده.

د دې ماڼۍ د رغولو چارې په داسې حال کې پیلیږي چې تردې وړاندې یو شمېر تاریخ پوهانو ټینګار کړی چې د دارالامان تاریخي ماڼۍ باید په پخوانۍ بڼه ترمیم او تاریخي اصلیت یې وساتل شي.