مینه پال: حکومت د ټولو سوله غوښتونکو وسله والو هرکلی کوي

د افغانستان جمهوري ریاست وایي د ټولو هغو وسله والو ډلو هرکلی کوي چې غواړي وسله پر ځمکه کیږدي او د سولې له بهیر سره یوځای شي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه پال نن ازادي راډيو ته وویل چې مخالفین د جګړې له لارې نه شي بریالي کېدای او په کار ده چې دوی د سولې خبرو ته حاضر شي.

نوموړی وایي، ټولې هغې ډلې چې په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکوي برخلیک به یې د طالبانو د مشر ملا منصور په څېر وي.

دا په داسې حال کې ده چې اسوشېټېډ پرېس ورځپانې په دې ورستیو کې راپور ورکړی چې د طالبانو یوې جلا شوې ډلې ملا رسول له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته لېوالتیا ښودلې ده.

خو دې ډلې ویلي چې د اسلامي شريعت نافذېدل او له افغانستانه د ټولو بهرنيو قواوو وتل غواړي.