عراقي ځواکونو فلوجه ښار کې پرمختګ کړی

د عراق ځانګړي ځواکونه د لومړي ځل لپاره د فلوجې لمنو ته استول شوي څو د اسلامي دولت د وسله والو سختدریځو له کنټروله دا ښار بېرته وباسي.

دا تروریستي ضد ځواک چې په عراقي قواوو کې تر ټولو زیات روزل شوی او لوړ جنګي مهارتونه لري، پرون د فلوجې ښار په شاوخوا کې ځای پر ځای شو.

تراوسه پوري څرګنده نه ده چې عراقي پوځیان به کله فلوجه بېرته ونیسي.

دا ښار په ۲۰۱۴ میلادي کال د اسلامي دولت وسله والې سختدریځې ډلې ونیوه.

د دغه ښار د نیولو لپاره د عراقي پوځیانو عملیات چې ایران پلوه ملېشه ځواکونه هم په کې برخه لري، د تېرې اوونۍ د یکشنبې په ورځ پیل شول.

دوی د فلوجې ښار د شاوخوا څو سیمې ونیولې.

فلوجه له بغداده نږدې اویا کیلومتره لېري ده او یو له دوو لویو ښارونو څخه دی چې لا هم د اسلامي دولت یا داعش تر ولکې لاندې دی.