د کندز د امنیې قوماندانۍ اداري مدیر وسله والو طالبانو نیولی

د کندز امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ اداري مدیر د کندزــ تخار په لویه لاره کې د وسله والو طالبانو له خوا نیول شوې دی.

د پولیسو د ۸۰۸ سپین زر زون ویاند محفوظ الله اکبري ازادي راډيو ته وویل وحیدالله بیګزاد د خان اباد ولسوالۍ د خواجه پستې په سیمه کې هغه مهال د طالبانو لاس ته ورغلی چې له تخاره کندز ته په لاره و.

ښاغلي اکبري زیاتوي چې دامهال افغان امنیتي ځواکونو د نوموړي د خلاصون لپاره عملیات پيل کړي دي.

بل خوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د هغه نیول کیدل تائیدوي او وايي چې د بیګزاد یو ساتونکی په جګړه کې ټپي شوی هم دی.