د ارزګان ـ کندهار لار به ډېر ژر له ماینونو پاکه شي

د ارزګان امنيتي چارواکي وايي، د ترينکوټ- کندهار لار چې له څه باندې يوې مياشتې راهيسې تړلې وه، تصفيه شوې ده.

پر دې لار د تازه ښخو شويو ماينونو د شنډولو له کبله دغو تصفيوي عملياتو تر يوې مياشتې ډېره موده دوام وکړ.

د ارزګان امنيه قوماندان جنرال محمد ويس صميمي ازادي راډيو ته وويل چې د پاتې ماينونو له شنډولو وروسته به دغه لار د ټرافيکو پرمخ پرانيستل شي:

"لاره موږ نيولې او ټوله زموږ په لاس کې ده،څرنګه چې پر دې لار زيات ماينونه کرل شوي او کوم موټر يا شخص پر ماين وربرابر نه شي او تر هغو چې ساحه له ماينونو پاکه نه شي ملکي وسايطو ته پر دې لار د تګ اجازه نه ورکوو."

تر دې مخکې د ناټو په چوکاټ کې د غوڅ ملاتړ د ماموريت وياند د ارزګان او د کندهار د شمال پر امنيتي وضعيت اندېښنه ښوولې وه.

د ارزګان اوسېدونکي وايي د لار د تړل کېدو له کبله په دې ولايت کې د خوراکي او نورو ضروري موادو بيې ډېرې لوړې شوې دي.