عراق کې د هوايي حملو پر مهال ۷۰ داعشیان وژل شوي

واشنګټن وايي، په عراق کې د امريکا په مشرۍ د ائتلاف په هوايي او د توپونو په حملو کې د داعش ډلې ٧٠ سخت دريځي وسله وال وژل شوي دي.

سرچينه وايي په دې حملو کې چې د عراق په مِهر البلاوي ښار کې شوي، د داعش ډلې يو مشر هم وژل شوى دى.

پرون په بغداد کې د امريکا د پوځ وياند سټيف وارين وويل، په تېرو څلورو ورځو کې په دې محاصره شوي ښار کې پر ځينو اهدافو د ٢٠ حملو په نتيجه کې د داعش جنګي مورچې او د وسلو د نصبولو ځايونه له منځه وړل شوي دي.

د عراق ځواکونو تېره اوونۍ د فلوجه ښار د بېرته نيولو لپاره پوځي عمليات پيل کړل.

دا ښار چې د عراق د پلازمېنې بغداد د لوېديځ په ۵٠ کيلومترۍ کې پروت دى، د داعش ډلې مهم مرکز ګڼل کېږي.

له ۵٠٠ څخه تر زرو پورې جنګياليو فلوجه ښار نيولى او شا و خوا ۵٠زره ملکيان هم په ښار کې دننه راګير پاتې دي.

د عراق چارواکي وايي داعش سخت دريځې ډله هغه ملکيان چې له ښاره د تېښتې هڅه کوي- وژني.