د امریکا ولسمشر د جاپان هیروشیما ښار ته لاړ

Your browser doesn’t support HTML5

د امریکا ولسمشر نن د جاپان هیروشیما ښار ته لاړ چېرته چې د دوهمې نړیوالې جګړې پر مهال د نړۍ لومړنۍ اټمي برید شوی و. د قربانیانو پر څلي د ګولونو له ګیډۍ له کیښودو وروسته بارک اوباما وویل، دا د نړیوالو ګډ مسولیت دی چې د دغه شان پېښو او کړاونو د تکرار مخه ونیسي. ولسمشراوباما په جاپان کې د جي ۷ په سرمشریزه کې له ګډون وروسته نن هیروشیما ته ورسید. نوموړی لومړنۍ امریکايي ولسمشر دی چې د خپلې واکمنۍ پر مهال له هیروشیما کتنه کوي. د ۱۹۴۵ کال د اګسټ په ۶ نېټه د دوهمې نړیوالې جګړې پر مهال د امریکا یوې بي ۲۹ ډوله الوتکې د چاپان پر هیروشیما ښار ۱۵ ټنه دروند اټوم بم وغورځوه چې په څو شېبو کې يې شاوخوا اتیا زره کسان ووژل. درې ورځې وروسته امریکا د جاپان ناګاساکي ښار هم په اټوم بم وویشت چې دا اټمي بمباري د دوهمې نړیوالې جګړې د پایته رسیدو سبب ګڼل کیږي.