بغلان: جګړه "غرب دریا" ته رسیدلې او ډېر کلي له طالبانو نیول شوي

امنیتي چارواکي په مرکزي بغلان کې د شدیدو پوځي عملیاتو او د بهرنیو وسله والو د مقاومت خبر ورکوي.

د بغلان والي عبدالستار بارز پرون پنجشنبې ازادي راډیو ته وویل چې جګړه د غرب دریا سیمې ته رسیدلې او ډېر کلي له وسله والو طالبانو بېرته نیول شوي دي.

عبدالستار بارز څرګنده کړه چې د ملک خلکو د خوندي پاتې کېدو لپاره په پوځي عملیاتو کې بېړه نه شي کولای.

د مرکزي بغلان یو اوسیدونکی وايي:

"زموږ غنم سوځي، شولې نه شو کرلای، دروازې مو بندې کړې او په یوه جوړه جامه کې له کورونو تښتیدلي یو."

په مرکزي بغلان کې د روانې جګړې له امله ګڼ شمېر کورنۍ نورو سیمو ته تښتیدلي دي.