ذکیه، محمد علي پر یو بل"میینان" د امریکا نیویارک ته ورسېدل

ذکیه، محمد علي او د دوی ۱۷میاشتنۍ لور رقیه د تیرې سې شنبې په ورځ د نیویارک جان اف کینیډې هوايي ډګر ته ورسېدل.

د دغو بامیاني مینانو داستان چې په وطن کې ځمکې ځای نه ورکاوه ډېرو خلکو ته معلوم دی.

د مینې انجام یې دا شو چې د ژوند لپاره له خپل ټاټوبي کډه شي.

ذکیه او محمد علي چې پر یو بل یې زړونه بایللي وو د خپلوانو د انتقام له ویرې لومړی د خپلې سیمې اوچتو غرونو ته پناه یوړه او هلته پټ اوسیدل، بیا یې د ځان د ساتنې لپاره زندان غوره کړ او ان تاجکستان ته يې هم کډه وکړه.

د ذکیې او محمد علی دواړو کورنیو دغه قرابت نه غوښته او د خپل ننګ او ناموس د ګټلو هوډ یې کړی وو.

د دغو میینانو په دوه کلن ستونزمن داستان په افغانستان کې ډېر خلک خبر دي چې ځیني يې افغانی رومیو او جولیت هم بولي.

اوس چې دوی له خپلې کوچنۍ لور سره امریکا ته رسیدلي غواړي په دغه هېواد کې پناه واخلي او پاته شي.

دوه کاله مخکې کله چې ذکیه له خپل میین سره له کوره وتښتېده کلیوالو یې ټوله کورنۍ له کلي وشړله.

د کورنۍ غړي د ذکیې او محمد علي په لټه کې شول. ذکیه سني ده او کورنۍ یي له شیعه محمد علي سره واده نه مني او که يي لاس پرې بر شوی وای په ژوند یې صرفه نه کوله.

اوس دواړه امریکا ته رسېدلي غواړي چې د یوې نړیوالې مرستندویه موسېسې په کومک په دغه هېواد کې پناه واخلي.

خو ذکیه او محمد علي دواړه بې سواده دي او په خپلو کروندو کې یې له کار پرته بله کومه تجربه له ځان سره امریکا ته وړې نه ده.

اندېښمن محمد علي په کابل کې الوتکې ته له ختلو مخکې ویلي:

"موږ ځان خدای ته سپارو، دلته مو ډیرې هلې ځلې وکړي خو وضعیت بدل نه شو. هلته به لږ تر لږه په امنیت کې سره اوسو."

دواړه میینان په لویدیځ کې د پناه اخېستلو لپاره څو ځلي په کابل کې د امریکا او نورو هېوادونو سفارتونو ته ورغلي وو خو هلې ځلې يي بریالی شوې نه وي.

چارواکو ورته ویلي وو چې تاسو لومړی باید د پناه اخېستو په نیت له افغانستانه وتښتئ.

د دغسې یوې هڅې لپاره کله چې د ۲۰۱۴ کال به مني کې تاجکستان ته ولاړل هلته په بل جنجال واوښتل.

پیسې، ګاڼې او ان موبایل ټیلیفونونه یې ورڅخه غلا شول او دوی بېرته افغانستان واستول شول.

خو دا ځل یې د امریکا د سفارت څخه ویزه ترلاسه کړې.

په افغانستان کې د ښځو د حقوقو یوې مدافع موسېسې دوی ته وکیل ونیوه چې د انساني عاجل حالت پر بنا یې دوی ته استثنایي امریکايي ویزه واخېستله.

وروسته له دې چې د ذکيې خپلوانو په محمد علي د هغې د تښتولو تور ولګاوه او پولیسو بندي کړ، د ښځو لپاره د ښځو موسېسې ذکیه خپل میملستون ته انتقال کړه.

د ښځو لپاره د ښځو د موسېسې یوې چارواکي منیژې نادري نیویارک ټایمز ته ویلي:

"د دې لپاره چې د ذکیې او محمد علي قضیه سیاسي شوې وه او د رسنیو ډېر پام يې ځانته راړولی وو، نو موږ په دې پوه شو که دوی په افغانستان کې پاته شي نو ژوند به یي په خطر کې وي."