ملي امنیت: طالبان باید خپل کمزوري حالت ته په کتو له جګړو لاس واخلي

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي طالبان باید خپل کمزوري حالت ته په کتو له جګړو لاس واخلي.

د امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ د حکومت د امنیتي ارګانونو د ویاندویانو په ګډه خبري غونډه کې وویل، که طالبان د سولې خبرې ونه مني د خپلو مشرانو په څېر به له منځه یوړل شي.

ښاغلي غورځنګ زیاته کړه:

"د افغانستان دولت د طالبانو په لیکو کې وروستیو تغیراتو ته له نږدې ګوري. په طالبانو غږ کوي چې له دې فرصته په استفادې سوله ییز ژوند ته مخه کړي. جګړه او تاوتریخوالی دې ترک کړي که نه نو د خپلو مخکینیو مشرانو په سرنوشت به اخته شي او د پردیو په خاوره کې به له منځه یوړل شي."

ښاغلي غورځنګ همدا راز وویل چې افغان حکومت د طالبانو تر منځ له رامنځته شوي ضعفه په استفادې نور هم افغان پوځیان دې ته هڅولي دي چې خپلې مبارزې چټکې کړي.

افغان حکومت په داسې حال کې طالبان کمزوري بولي چې د یادې ډلې د پخواني مشر ملا اختر منصور وژنه پرون تایید او پر ځای یې د هبت الله اخند ټاکل کیدل اعلان شول.