محب: د امن د ټینګښت لپاره دې پر پاکستان د امریکا فشار زیات شي

په امریکا کې د افغانستان سفیر په دې باور دی چې د ترورېستانو د له منځه وړلو او په افغانستان کې د امنیت د ټېنګېدو لپاره باید د امریکا فشار پر پاکستان زیات شي.

حمد اله محب ازادي راډیو ته وویل:

"د سولې او امنیت لپاره پر پاکستان د امریکا فشار ضروري دی. دا د افغانستان د خلکو او حکومت غوښتنه ده. د دې ترڅنګ د متحده ایالتونو د خپلو اتباعو او نظامیانو د خوندیتوب او نړیوال امنیت لپاره هم دا ضروري ده."

په واشنګټن کې د افغانستان سفیرپه داسې وخت کې دا خبره کوي چې د شنبې په ورځ د امریکا بې پیلوټه الوتکو د پاکستان د خاورې دننه د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور وواژه او د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان ویل چې دا برید د نړیوال قانون خلاف و.

دا دوهم ځل دی چې امریکا د پاکستان د خاورې دننه مشخص هدف په نخښه کوي، تر دې مخکې یې په ۲۰۱۱ کال کې په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن پرضد عملیات کړي و چې هغه وخت هم اسلام اباد د امریکا حمله د پاکستان د مځکنۍ بشپړتیا پر ضد ګنلې وه.

البته امریکا په قبایلي سیمو کې وخت په وخت د بې پيلوټه الوتکو بریدونه کړې دي.