امریکا له طالبانو وغوښتل چې د سولې له بهیر سره یوځای شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک ټونر وایي د طالبانو وژل شوی مشر ملا اختر محمد منصور سولې ته لېواله نه و برعکس یې جګړو او تاوتریخوالي ته دوام ورکاوه.

ښاغلي ټونر په واشنګټن کې په یوې خبرې غونډه کې وویل چې د طالبانو د نوې رهبرۍ په اړه کوم نظر نه څرګندوي خو د حقاني په شمول د یادې ډلې له ټولو مهمو کړیو غواړي چې د سولې پروسې سره یوځای شي:

"موږ حقاني شبکه د طالبانو تر ټولو مهمې عملیاتي شبکې په توګه پیژنو، موږ د طالبانو د نوې رهبرۍ په اړه کوم نظر نه ورکوو، خو یوازې د حقاني شبکې په شمول پر طالبانو غږ کوو چې د سولې له پروسې سره یوځای شي."

ښاغلي ټونر وویل چې امریکا په وار وار سولې سره د طالبانو په یوځای کېدو ټینګار کړی دی.