ارشاد: د سولې لپاره پر پاکستان نړيوال فشار په کار دى

امريکايي چارواکو ويلي چې د طالبانو پخواني مشر ملا اختر محمد منصور د سولې د پروسې په وړاندې خنډ و.

ملا منصور د شنبې په ورځ له يو بل تن سره په بلوچستان ايالت کې د امريکا د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې ووژل شو.

په افغانستان کې د بهرنيو قواوو عمومي قوماندان جنرال جان نيکولسن پرون په کندهار کې وويل، ملا اختر محمد منصور د سولې د پروسې په وړاندې خنډ و.

په عين کې د ګلبدين حکمتيار تر مشرۍ لاندې حزب اسلامي رسنيو ته په لېږلي پيغام کې له وسلوالو طالبانو غوښتنه کړې چې د دوىغوندې له جګړو او له مخالفت نه لاس واخلي.

د ولسي جرګې له استازې هيلۍ ارشاد نه د مرکې په سر کې پوښتنه وکړه چې ايا د ملا اختر محمد منصور وژل کېدو د سولې پروسې ته زمينه برابره کړه؟

Your browser doesn’t support HTML5

د ولسي جرګې له استازې هيلۍ ارشاد سره مرکه