طالبانو د ملا منصور وژل کېدل تایید او نوی مشر اعلان کړ

وسله والو طالبانو د خپل پخواني مشر ملا اختر محمد منصور وژنه تایید او د خپل نوی مشر وټاکه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې مولوي هبت الله اخندزاده د دوی نوی مشر ټاکل شوی.

خبرپاڼه همدارنګه وایي چې ملا سراج الدین حقاني او د ملا محمد عمر زوی مولوي محمد یعقوب د مرستیالانو په حیث ټاکل شوي دي.

دا ټاکنې وروسته له هغه کېږي چې د شنبې په ورځ د طالبانو پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور د امریکایې ځواکونو د بې پلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

د ارګ یوې معتبرې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې افغان حکومت ته د وسله والو طالبانو د رهبري بدلون مهم نه دی او د دې ډلې په وړاندې به خپله پالیسي مخ ته یوسي.