د افغانستان او ایران د اوبو مسئله د کارپوهانو غونډې ته وړاندې کېږي

د افغانستان جمهور رئیس وروسته له دې چې د ایران مذهبي مشر د هلمند د سیند اوبو د مسئلې د حل غوښتنه وکړه وویل چې په نږدې راتلونکې کې په دې هکله کارپوهانو سره خبرې کوي.

آیت الله خامنه ای جمهور رئیس محمد اشرف غني سره په تهران کې د دوشنبې ورځې غونډې کې ګډو فرهنګي روابطو ته په اشاره کې وویل چې د هلمند داوبو په څېر مسایل باید د دواړو هېوادونو ترمینځ یوه لانجمنه موضوع نه شي.

د افغانستان جمهور رئیس ویلي د افغانستان او ایران د پولو په اوږدو کې د اوبو مسئله به د راتلونکو دوو اونیو په ترڅ کې د کارپوهانو غونډې ته وړاندې شي.

محمد اشرف غني چې د دوشنبې په ورځ یې د افغانستان، ایران او هند ترمینځ د چابهار بندر له لارې د ترانزیت او ترانسپورت درې اخیز تړون لاس لیک کړ هیله څرګنده کړه چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمینځ دا ډ‌ول مسایل په مناسبه توګه حل شي.

خو پوښتنه داده چې د هلمند د اوبو مسئله ولي اوس مطرح کېږي؟

د کابل د پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نجیب فهیم وايي د سیمې هېوادونه او په ځانګړې توګه ایران د خپلو نفوسو د زیاتوالي له کبله د اوبو له کموالي سره مخامخ دي او د اوبو موضوع یې افغانستان سره په راوبطو کې اهمیت پیدا کړی دی.

استاد فهیم ازادي راډیو ته وویل چې افغانستان د څو لسیزو جنګ جګړو له امله خپلو اوبو څخه موثره ګټه نه ده اخیستې اوګاونډیو هېوادونو ته وړیا بهیدلي دي.

اوس ایران غواړي د هلمند د سیند د اوبو څخه خپلې استفادې ته مشروعیت ورکړي:

"زموږ په سیمه کې یعنې په هغې جفرافیایي منطقه کې چې افغانستان او ګاونډي یې دي دا وبو کمی دی او دغه هېوادونه له ستونزو سره مخامخ دي."

د افغانستان او ایران ترمینځ د هلمند د اوبو سل کلنې لانجې په شاهی دوران کې د صدراعظم محمد موسی شفیق تر واکمني دوام درلوده.

څلورڅلویښت کاله پخوا موسی شفیق د شاهي دورې وروستي صدراعظم ایران سره د هلمند د اوبو دلانجې د حل یو تړون لاس لیک کړ.

استاد فهیم وايي، دا یو جامع تړون دی او دغه اوږده لانجه یې حل کړې ده.

اوس چې په سیمه کې د اوبو کمی دی ایران ادعا کوي چي افغانستان دغه تړون عملاً نه دی تطبیق کړی.

په تهران کې د افغانستان سفیر نصیراحمد نور له دې مخکې د ایران دولتي خبري آژانس ایرنا ته ویلي چې کابل د هلمند د اوبو د ویش تړون ته ژمن دی او له دغه تړون سره سم ایران اوس هم خپله برخه اوبه ترلاسه کوي.

هغه ویلي که چیرې ایران باور کوي چې افغانستان څخه خپله برخه اوبه نه ترلاسه کوي نو کابل آماده دی چې دا موضوع د کارپوهانو یوې کمېټې ته وړاندې کړي.