عراقي ځواکونو د فلوجه ښار ستراتیژیکي سیمې نیولي

عراقي ځواکونو په فلوجه کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پرضد د پوځي عملیاتو په لومړۍ ورځ دې ستراتیژیک ښار ته نږدې ګڼ شمېر سیمې نیولې دي.

د عراق پوځي چارواکو پرون وویل، امنیتي ځواکونه د فلوجې لویدیځ اړخ ته پر ګارما، شهابي او السجار سیمو څو ساعته وروسته له هغه ولکه ټینګه کړه چې د عراق صدراعظم حیدرالعبادي د عملیاتو پیل اعلان کړ.

عبادي په داسې حال کې چې پوځي جامې یې په تن کې وې وویل، دا پوځي عملیات په بریالیتوب سره پرمخ روان دي، خو زیاته یې کړه چې د ملکي وګړو د ژوند مصوونیت به د پوځیانو لپاره ترټولو ستر چلینج وي.

عبادي وویل چې د ملکي وګړو د ژغورنې لپاره یو امنیتي دهلیز د هغو ملکیانو لپاره رامینځ ته شوی چې له دې ښار څخه وځي.