هاشمي: له افغانستانه بهرد وسله والو پټن ځایونه دې له منځه لاړ شي

د افغانستان جمهوري ریاست یو ځل بیا له هېواده بهر د وسله والو مخالفانو د پټن ځایونو د له منځه وړلو غوښتنه کوي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند ظفرهاشمي د وسله والو طالبانو د مشر ملااختر محمد منصور د وژل کېدو په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:

"په هغه ځای کې چې پټن ځای موجود دی، هلته چې تروریستي فعالیتونه کیږي او پلان جوړېږي باید ورسره مبارزه وشي او له پاکستانه هم زموږ غوښتنه همدا ده کومې ډلې چې په پاکستان کې تروریستي فعالیتونه پلانوي په وړاندې اقدام وکړي."

دا خبرې وروسته له هغه مطرح کیږي چې د شنبې په ورځ د طالبانو مشرملا اختر محمد منصور د پاکستان په بلوچستان ایالات کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکو په حمله کې و وژل شو.

تردې وړاندې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن هم د امریکا متحده ایالاتو له خوا په پاکستان کې هدف وګرځول شو او له هغه وروسته د وسله والو طالبانو پخوانی مشر ملا محمد عمر مړینه هم په پاکستان کې تایید شوه.