عمرخېل: وسله وال طالبان بیا د کندز د نیولو هڅې کوي

د کندز والې وایي چې وسله وال طالبان یو ځل بیا د دغه ولایت د نیولو هڅه کوي.

اسدالله عمرخیل دا خبرې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاټر ماموریت له قوماندان جان نیکولسن او د جرمني او هالنډ سفیرانو سره غونډه کې کړې دي.

ښاغلي عمرخیل په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړماموریت له قوماندانه وغوښتل چې خپل هوايي بریدونو ته زور وکړي څو هغه وسلې او پوځي امکانات چې د کندز سقوط سره د وسله والو طالبان لاس ته ورغلي دي له منځه یوسې.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاټر ماموریت قوماندان جان نیکولسن د کندز سیمه ییزو چارواکو همدارنګه خلکو ته ډاډ ورکړی چې کندز به بیا ځلي سقوط نه کوي.