سولي شورا: د ملا منصور په وژلو به د سولې پروسه ګړندۍ شي

د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، داسې هیلې شته چې د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور په وژلو سره به د سولې پروسه ګړندۍ شي.

د دې شورا مرستیال عطاالرحمان سلیم نن ازادي راډيو ته وویل، وسله وال طالبان اوس باید په دې مسئلې پوه شوي وي چې جګړه د حل لاره نه ده.

ښاغلي سلیم زیاته کړه:

"کیدای شي اوس وسله والو طالبانو ته دا واضح شوي وي چې جګړه د حل لاره نه ده او باید د سولې لاره ونیسي، زه په دې باور یم چې د طالبانو د مشر ملا اختر منصور په وژل کېدو سره به د سولې پروسه ګړندۍ شي."

د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د شنبې په ورځ د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې ووژل شو او افغان او امریکایي چارواکو وویل چې د طالبانو دغه مشر د سولې مخالف و.

بل خوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پر دې حملې انتقاد کړى او د پاکستان د حاکميت له حق څخه يې سرغړونه بللې ده.