ایران د ملا اخترمنصور د وژلو په اړه راپورونه رد کړل

ایران هغه راپورونه رد کړي چې ګوندې د طالبانو وژل شوی مشرملا اختر محمد منصور تر وژل کېدو مخکې ایران ته سفر کړی و.

پاکستاني امنیتي چارواکو ویلي، هغه موټر چې ملا اختر محمد منصور په کې وژل شوی د شنبې په ورځ له ایرانه د راستنېدو په لار کې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې له خوا په نښه شو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل، د پېښې په سیمه کې د ولي محمد په نوم صادر شوی یو پاکستاني پاسپورټ موندل شوی دی چې د ایران ویزه پرې لګیدلې ده.

ویل کیږي ظاهراً دا هغه پاسپورټ و چې د طالبانو مشر ملا منصور ترې کار اخیست.

خو د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند حسین جابر انصاري د دوشنبې په ورځ وویل، ملا منصور تر برید مخکې ایران ته سفر نه دی کړی.

نوموړې د ایرنا خبري اژانس ته ویلي، د ایران چارواکي دا ردوي چې څوک دې په دې نوم د ایران له پولو پاکستان ته اوښتی وي.

د ایران حکومت تر دې مخکې هغه راپورونه هم رد کړي چې وايي دا هېواد د طالبانو ځینو ډلو ته وسلې او مهمات استوي.