صدیقي: د ملا منصور وژل کېدل طالبانو ته یوه ستره ماته ده

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور په وژل کېدو سره په افغانستان کې دا ډله تر سخت فشار لاندې راغلې ده.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي نن خبریالانو ته وویل چې د کورنیو چارو وزیر ټولو امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې وسله وال طالبان وځپي.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه:

"د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور وژل کېدل د طالبانو ګروپونو ته یوه ستره ماته ده، د کورنیو چارو وزیر د دې ترڅنګ چې افغان ځواکونو ته دستور ورکړی ترڅو طالبان ډېر تر فشار لاندې ونیسي، افغان ځواکونو ته هم هدایت ورکړی چې په لوړو احضاراتو کې اوسي."

دا خبرې وروسته له هغه مطرح کیږي چې تېره ورځ د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د پاکستان په بلوچستان ایالات کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکو په حمله کې و وژل شو.

تر دې وړاندې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن هم د امریکا متحده ایالاتو له خوا په پاکستان کې هدف وګرځول شو او له هغه وروسته د وسله والو طالبانو پخوانی مشر ملا محمد عمر مړینه هم په پاکستان کې تایید شوه.