جمهوري ریاست:پاکستان دې په خپله خاروه کې د مخالفینو پر ضد اقدام وکړي

د افغانستان جمهوري ریاست له پاکستانه غواړي چې په خپله خاروه کې د وسله والو مخالفانو پر ضد اقدام وکړي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه پال نن ازادي راډيو ته وویل چې د پاکستان په خاوره کې د ملا منصور وژلو یو ځل بیا هغه ادعا ثابته کړه چې طالبان په هغه هېواد کې فعال دي او پټن ځایونه لري.

دا خبرې وروسته له هغه مطرح کیږي چې تېره ورځ د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د پاکستان په بلوچستان ایالات کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکو په حمله کې و وژل شو.

تردې وړاندې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن هم د امریکا متحده ایالاتو له خوا په پاکستان کې هدف وګرځول شو او له هغه وروسته د وسله والو طالبانو پخوانی مشر ملا محمد عمر مړینه هم په پاکستان کې تایید شوه.