مینه پال:د ولسمشر تقنیني فرمان له تاییدېدو وروسته اقدام کوو

د افغانستان جمهوري ریاست وایي، تر هغې چې د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان د ولسي جرګې له خوا تایید نه شي انتخاباتي اصلاحات امکان نه لري.

د جمهور ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه پال نن ازادي راډيو ته وویل، کله چې د ولسمشر تقنیني فرمان د ولسي جرګې له خوا تایید شي نو دولت به پدې اړه اقدام وکړي.

خو د ولسي جرګې غړي نذیر احمدزي نن ازادي راډيو ته وویل، د ولسمشر تقنیني فرمان اړوندو کمېسونونو ته رسیدلی او د ده په باور، د جرګې فضا داسې ده چې ممکن دغه فرمان هم رد شي.

تردې وړاندې هم د افغانستان ولسي جرګې د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر لومړنی فرمان د دې لپاره رد کړی و چې د دوی په خبره له اساسي قانون سره په ټکر کې و.