پاکستان هغه حمله غندلې چې ویل کیږي پر پر ملا منصور شوې

د پاکستان حکومت هغه هوايي حمله غندلې چې په نتیجه کې یې د راپورونو له مخې د طالبانو مشر ملااخترمحمدمنصور ووژل شو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د منصور مړینه نه رد کړې او نه تایید کړې خو ویلي یې دي چې په دې اړه تحقیقات روان دي.

بیان زیاتوي، په داسې حال کې چې په دې اړه تحقیقات روان دي پاکستان د بې پیلوټه الوتکو حملې پر خپل ملي حاکمیت تیری ګڼي او دا مسئله مخکې هم له متحدو ایالاتو سره مطرح شوې.

بیان همدا راز یادونه کوي چې وژل شوی کس د ولي محمد په نوم پاکستانی پاسپورټ او د ایران ویزه درلودل او موټر یې د افغانستان او پاکستان سرحد ته نژدې په کوچکي سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو په حمله کې په نښه شو.

په همدې حال کې یوه روسي مقام د طالبانو د مشر د وژنې په اړه په غبرګون کې ویلي دي چې د افغانستان ستونزه د ترورېزم ضد عملیاتو په وسیله پای ته نه رسیږي.