د عراق صدراعظم د فلوجه د بېرته نيولو لپاره د پوځي عملياتو اعلان وکړ

د عراق صدراعظم حيدر العبادي له داعش ډلې د فلوجه ښار د بېرته نيولو لپاره د پوځي عملياتو اعلان وکړ.

عبادي پرون ناوخته په ټلويزيوني وينا کې وويل، عراقي ځواکونه د اسلامي دولت ډلې يا داعش په وړاندې د ستر بري خوا ته نژدې شوي دي.

فلوجه د بغداد د لوېديځ په ٦٥ کيلومترۍ کې پروت دى.

د عراق صدراعظم دا اعلان د عراقي پوځيانو له خوا له داعش ډلې د ځينو سيمو تر نيولو وروسته کوي.

په تازه مورد کې عراقي پوځيانو د بغداد د لوېديځ په ٣٨٠ کيلومترۍ رتبه ښارګوټى له دې ډلې ونيوه.

داعش ډله لا هم د موصُل ښار په ګډون، د عراق په شمال او لوېديځ کې پر ځينو سيمو کنټرول لري.