د م.م اداره به د حزب اسلامي په لاړه لازم اقدامات ترسره کړي

د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي چې له حزب اسلامي سره د سولې د تفاهم لیک تر څېړلو وروسته به د ملګرو ملتونو اداره په دې اړه لازم اقدامات تر سره کړي.

د ولسمشرۍ مانې څخه په دې اړه په یوې خبرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې بانکي مون نن په دوحه کې له ولسمشر غني سره د کتنې پر مهال د سولې د پروسې په برخه کې د افغان حکومت له اقدام نه ملاتړ کړی دی.

ښاغلي غني د بانکي مون د څرګندونو په ځواب کې ویلي چې له حزب اسلامي سره د سولې تفاهم لیک د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ چمتو شوی دی.

دغه تفاهم لیک تېره اوونۍ په درېوو فصلونو او پنځه ویشت مادو کې بشپړ شو.

ولسمشر غني د ثبات او ارامۍ په کنفرانس کې د ګډون په هدف پرون قطر ته ولاړ.