اجراييه رییس: احتمال شته چې ملا منصور به وژل شوی وي

د افغانستان اجراييه رییس وايي، ډېر احتمال شته چې ملا اختر منصور به د بې پیلوټه الوتکې په هوايي برید کې وژل شوی وي.

عبدالله عبدالله چې نن یې د وزیرانو شورا د پيل په غونډه کې خبرې کولې وویل چې د ملا منصور په وژل کېدو سره به د وسله والو طالبانو په رهبري کې ژور بدلون راشي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"د امریکا متحده ایلاتونو په دې برخه کې افغانستان ته خبر ورکړ او ډېر احمتال ځي چې دی په دې حمله کې وژل شوی وي."

مخکې تر دې یو امریکايي چارواکي ویلي چي د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د افغان طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور احتمالاً وژل شوی دی.

د چارواکو په وینا دغه حمله د پاکستان په خاوره کې دننه شوې ده.

په ورته وخت کې د امریکا د متحده ایلاتو د سنا یو شمېر غړو د دغې حملې ستاینه کړې ده خو ویلي یې دي چې دا حمله د افغانستان له جګړې څخه د امریکا د لاس اخیستلو لپاره کافي نه ده.