افغان حکومت پر ملا منصور د حملې خبر تایید کړی دی

افغان حکومت د امریکا د بې بیلوټه الوتکې په عملیاتو کې د طالبانو په مشر ملا اختر محمد منصور د حملې خبر تایید کړی دی.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په دې اړه به یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې حکومت هڅه کوي په دغو عملیاتو کې د ملا منصور برخلیک وڅېړي او نتیجه یې له خلکو سره شریکه کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملا منصور په وژل کېدو سره به د طالبانو هغو ډلو ته چې غواړي له جګړې لاس واخلي او د سولې له بهیر سره یوځای شي یو نوی نوی فرصت برابر شي.

افغان حکومت په دغه خبرپاڼه کې له وسله والو طالبانو یو ځل بیا غوښتي چې د سولې له بهیر سره یو ځای شي او ټینګار یې کړی چې افغان امنیتي ځواکونو له جګړه مارو ډلو سره جګړې او له هېواده دفاع ته چمتو ده.

وسله والو طالبانو تر اوسه د خپل مشر د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي خو اسوشیټېډ پریس د طالبانو د یو قومندان ملا عبدالروف په حواله لیکلي چې نوموړي د ملا منصور وژنه تایید کړې ده.