په مرکزي بغلان کې د یوې نښتې په ترڅ ۸ وسله وال مخالفین وژل شوي

د بغلان ولایت په مرکزي بغلان کې په یوه نښته کې د دولت ۸ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

د بغلان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع ازادي راډیو ته وویل چې دغه کسان پرون ناوخته د پل بشیر خان په سیمه کې د هوايي ځواکونو د بمبارۍ په نتیجه کې وژل شوي دي.

خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

په مرکزي بغلان کې له شاوخوا دوو اونیو راهیسې جګړه روانه ده چې ویل کېږي له امله یې په سلګونه کورنۍ له خپلو کورنو بې ځایه شوي دي.