ملا منصور احتمالاً د بې‎پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی

د افغان طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور

یو امریکایي چارواکی وایي چې د افغان طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور احتمالاً د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.

د امریکا دفاع وزارت رویټرز اژانس ته څرګنده کړه چې د افغان طالبانو پر ضد مهم عملیات ترسره شول.

په واشنګټن کې چارواکي وایي چې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما په امر بې پیلوټه الوتکې وروسته تر دې بمباري وکړه چې استخباراتو د ملا منصور د ځای په اړه د پاکستان په خاوره کې خبر ترلاسه کړ.

د امریکا د دفاع وزارت د رسنیو د برخې مشر پیټرکوک وایي، امریکا اوس د دې برید څیړنه کوي.

یوه امریکایي چارواکي په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې ملا اختر محمد منصور هغه وخت په نښه شو چې له یوه بل وسله وال سره یې په موټر کې د پاکستان په احمد وال ښارګوټي کې سفر کاوه.

دا سیمه د بلوچستان له مرکز کوټې څخه نژدې سل کیلو متره لرې په جنوب ختیځ کې پرته ده.

کوټه هغه ځای دی چې افغان حکومت ادعا کوي چې د طالبانو شورا هلته دیره ده او فعالیت کوي.

ملا اختر محمد منصور د ۲۰۱۵ کال په جولای کې څو ورځې وروسته تر دې د طالبانو مشر وټاکل شو چې د افغانستان حکومت دا تایید کړه چې د طالبانو مشر محمد عمر د پاکستان په کراچۍ ښار کې دوه کاله مخکې مړ شوی دی.

کوټه هغه ځای دی چې افغان حکومت ادعا کوي چې د طالبانو شورا هلته دیره ده او فعالیت کوي.

د ملاعمر تر مړینې وروسته د طالبانو ترمنځ اختلافات پیدا شول او د دوی یو شمیر قوماندانانو د ملا منصور له مشرۍ سره مخالفت وکړ.

د امریکا دفاع وزارت په خپله اعلامیه کې ملا اختر محمد منصور د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې او پخلاینې د لارې خنډ او په کابل او نور افغانستان کې د امریکا، افغانانو او متحد ځواکونو لپاره یو عملي ګواښ یاد کړی دی.