هیڅ افغان سر له نوې میاشتې له وېزې پرته پاکستان ته نشي تلی

په کابل کې د پاکستان سفارت وایي د راتلونکې میلادي میاشتې له پیله به هیڅ افغان پرته له ویزې د تورخم له بندره د تېرېدو اجازه ونه لري.

د دغه سفارت مطبوعاتي مسؤل ازادي راډيو ته وویل چې دا اقدام یې د کرښې دواړو غاړو ته د ورانکاره ډلو د تګ راتګ د مخنیوي په هدف کړی دی.

په کابل کې د پاکستان د سفارت استازي وایي له تورخم بندر څخه هره ورځ زرګونه کسان تګ راتګ کوي چې زیاتره یې وېزې نه لري.

په کابل کې د پاکستان سفارت وایي، د دې لپاره چې له دغه بندره د ورانکاره عناصرو د تېرېدو مخنیوی وشي نو پرېکړه شوې څو هیڅ چا ته د وېزې پرته پاکستان ته د تلو اجازه ورنه کړي.

د دغه سفارت مطبوعاتي مسؤل اختر منیر ازادي راډيو ته وویل.

له تورخم بندر څخه هره ورځ زرګونه کسان تګ راتګ کوي

هغه زیاته کړه:

"دا اقدام موږ دې لپاره وکړ څو هغه کسان چې پاکستان ته یا دلته د ورانۍ لپاره ځي، د هغو مخنیوی وشي او دا د دواړو هېوادونو په ګټه ده."

ښاغلی منیر وایي، په کابل کې د پاکستان سفارت او په ولایتونو کې ددغه هېواد قونسلګرۍ هره ورځ دوو نه تر دوه نیم زره پورې وېزې افغانانو ته ورکوي.

نوموړی وایي، د وېزې ورکولو پروسه درې ورځې وخت نیسي خو هغه کسانو ته په یوې ورځې کې هم وېزه ورکول کېږي چې ناروغان او یا هم سخته اړتیا ولري.

دا اقدام وروسته له هغې کېږي چې پاکستاني ځواکونویوه اوونۍ وړاندې د تورخم په سیمه کې د تائسیساتو د جوړولو هڅه کوله چې افغان ځواکونو یې مخه ونیوله او ورسره د تورخم لاره هم د څلورو ورځو لپاره بنده شوه.

و مو غوښتل په دې اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت غبرګون و لرو خو له پرله پسې تماسونو سره سره د دوی په نظر اخیستلو بریالي نه شو.

اخوا د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونو مرستیال خان جان الکوزی وایي، له مخکې هم په دغه بندر کې افغانان له زیاتو ستونزو سره مخامخ او په خبره د وېزې په برخه کې دا نوي اقدامات به د دواړو هېوادونو سوداګرۍ را کمه کړي.

د سوداګرۍ او صنایعو د خونو مرستیال خان جان الکوزی

ښاغلي الکوزي زیاته کړه:

"که دا د وېزې قیودات اضافه شي، دا پر اقتصاد فوق العاده تاثیر لري د راکړې ورکړې کچه به را کمه شي او په دې کې عمدتاً پاکستان هم زیان ویني ځکه چې افغانستان تر ډیره په خپلو بازارونو کې د دوی له توکو استفاده کوي."

د چارو کارپوه مطیع الله خروټي وایي، د پاکستان دا اقدام د هغو رقابتونو یوه برخه ده چې له هند سره یې لري.

هند هم څه موده مخکې افغانانو ته د وېزې په ورکولو کې یو لړ شرایط وضع کړل.

خو ښاغلی خروټی وایي له هند او پاکستان سره د افغانستان اړیکې توپير لري او په خبره یې دا کار کولای شي د افغانستان او پاکستان پر اړیکو اغیز وکړي.

راپور: محمد قسیم سوله مل