اریا: په نږدې ورځو کې به سلما بند پرانیستل شي

د افغانستان د برېښنا او اوبولګونې وزارت مسولین وايي چې د سلما بند ټولې تخنیکي او ساختماني چارې بشپړې شوې او په نږدې ورځو کې به دغه بند رسماً پرانیستل شي.

د دغه وزارت د بندونو د څارنې مسوول ویس الرحمن اریا نن ازادي راډیو ته وویل چې سلما بند د څه باندې اتیا زره هکتاره ځمکې د خړوبولو ترڅنګ د شاوخوا دوه څلویښت میګا واټه د برېښنا د تولید ظرفیت هم لري.

په دې اړه مرضیې احمدزۍ له ښاغلي اریا سره مرکه کړې او په سر کې یې د دغه بند د افتتاح په اړه پوښتنه کړې.

Your browser doesn’t support HTML5

له ویس الرحمن اریا