بامیانو کې له طالبانو سره نښته کې درې پولیس وژل شوي

د بامیان سیمه ییز چارواکي وايي چې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په جګړه کې درې پولیس وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان دي.

د بامیان د والي ویاند عبدالرحمن احمدي ازادي راډيو ته وویل چې دغو پولیسو ته وروسته له هغې مرګ ژوبله واوښته چې تیره ورځ وسله والو طالبانو د سنګپر او د هن سیغان سیمه کې د افغان ځواکونو پر یوې پوستې حمله وکړه.

د ښاغلي احمدي په خبره په دغه ۱۳ ساعته نښته کې وسله والو طالبانو ته درانه تلفات اوښتي دي.

خو وسله والو طالبانو په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.