ولسمشر: افغان مېرمنې اوس د چا استازیتوب ته اړتیا نه لري

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغان ښځې توانېدلې چې نن ورځ د چا له همکاري پرته د خپل ځان استازتیوب وکړي.

محمد اشرف غني چې نن یېپه افغاني ټولنه کې د ښځو د ونډې د پیاوړتیا په دریم نړیوال سمپوزیم کې خبرې کولې وویل، افغان ښځې اوس د چا استازتیوب ته اړتیا نه لري:

"افغان ښځې نن ورځ له خپل ځان نه استازیتوب کوي، د نارینو او یا د نړیوالې ټولنې استازتیوب ته اړتیا نه لري، نن ورځ افغان ښځې وزیرانې، قاضيانې، پولیس او افسرانې دي."

هغه زیاته کړه افغان ښځې به له نارینو و سره اوږه په اوږده پرمختګ کوي او حکومت په دې برخه کې مساوات ته ژمن دی.