م.م د یوې وتلې ایرانۍ مدافع پر سزا غوسه څرګنده کړې

د ملګرو ملتونو يوشمېر چارواکو پرون په ايران کې د بشري حقونو د يوې وتلې مدافع پر محکومېدو او سزا غوسه څرګنده کړه.

دا د هغه کمپاين په غړيتوب هم تورنه ده چې د مرګ د سزا د لغو کېدو لپاره هڅه کوي.

د بشري حقونو د مدافعانو د ټولنې مرستياله مشره نرګس محمدي د چهارشنبې په ورځ په لس کاله بند محکومه شوه.

دا په داسې حال کې ده چې نرګس له وړاندې د شپږکلن بند موده تېروي.

په ايران کې د ملګرو ملتونو يوه ځانګړي راپورليکونکي احمد شاهين پرون وويل:

"هېڅ دليل نه شته چې نرګس محمدي ولې بايد حتى د يوه ساعت لپاره هم په زندان کې وي، ١٦ کاله خو پرېږده."

شاهين د ايران له ولسمشر حسن روحاني او نورو چارواکو غوښتنه وکړه چې تر خپله وسه د نرګس د خوشې کولو په برخه کې چټکه او بې قيد و شرط هڅه وکړي.

په همدې حال کې د بشري حقونو د شورا لپاره د ملګرو ملتونو چارواکو پرون له تهران نه غوښتنه وکړه چې ټول خبريالان او د بشري حقونو مدافعان چې په غيرقانوني ډول په ايران کې نيول شوي- خوشې کړي.