چین ته د افغانستان اجرايه رییس د سفر ګټې

د افغان حکومت اجرايه ریاست وايي، چین ته د عبداله عبداله سفر د کابل او بیجنګ ترمنځ د امنیتي اړیکو د ټینګښت لپاره مهم دی.

د اجرایه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي ازادي رادیو ته وویل، د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې، د سولې او د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا په برخه کې له افغانستان سره د چین ژمنې، د پخوا په پرتله زیاتې شوي دي.

چین ته د اجرایه رییس د درې ورځني سفر وروسته، د اجرایه ریاست چارواکي وايي چې له افغانستان سره د چین د مرستو ژمنې زیاتې شوي دي.

د اجرایي ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي د پنجشنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل، چین ته د اجرایه رییس د سفر پر مهال، چینايي چارواکو چمتو والی ښودلی چې د سولې د پروسې د پرمختګ، د افغان امنیتي ځواکونو د تجهیزولو او د ترورېزم پر وړاندې مبارزه کې د افغانستان ښه ملګری دی.

د اجرایي ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي

ښاغلي رحیمي زیاته کړه:

"چینایان په مختلفو برخو کې چمتو دی چې له افغانستان سره مرستې وکړي.دوی غواړي په اقتصادي برخو کي پانګې واچوي، له افغان پوځ سره مرستې وکړي او د ترورېزم پر مبارزه کې د افغانستان ملګری اوسي."

پخوا تر دې د چین لوی درستیز له افغان جمهور رييس اشرف غني سره په لیدنه کې ویلي و چې چین حاضر دی له افغان امینتي ځواکونو سره ۷۳ میلیونه ډالره مرسته وکړي.

تر اوسه امریکا، هندوستان او روسیې له افغان امنیتي ځواکونو سره پوځي مرستې کړي دي.

په دې لړ کې په دې وروستیو کې امریکا څلور"اې- ۲۹" ډوله الوتکې او روسیې ۱۰۰۰۰ کلاشینکوفونه افغان امنیتي ځواکونو ته ورکړي دي.

د اجراییه ریاست د معلوماتوله مخې چین ژمنه کړې چې د کابل ښار په څلورو دروازو کې د تالاشۍ په پوستو کې پرمختللي سکنر ماشینونه هم نصب کړي.

د روزنې په مقصد چین ته د افغان پوځیانو لیږل، د شپږو اقتصادي او تخنیکي همکارېو او همدارنګه د یوې اندازې نورو وړیا مرستو تفاهمنامې، چین ته د اجراییه ریيس د وروستي سفر لاسته راوړنې ګڼل کیږي.

افغان سیاسي کارپوهان وايي، اجراییه ریيس وتوانید د چین له سفره ډک لاس راستون شي.

نصراله ستانکزی

د دې کارپوهانو له ډلې نصراله ستانکزی ازادي رادیو ته وویل:

"دا سفر دوه اړخه لري یوه دا چې له ترورېزم سره مبارزه، په شانګهای سازمان د افغانستان د غړیتوب مسئله اوسیمه ییز مسایل په کې شامل دي او بل اړخ یې د همکاریو د ۶ تفاهمنامو لاسلیک کول دي."

چین له پوځي پلوه د سیمې په لویو هېوادونو کې شمېرل کیږي او له بله پلوه له پاکستان سره هم نږدې اړیکې لري.

په ورته وخت کې کارپوهان وايي، څرنګه چې چین د افغانستان د سولې د پروسې په مذاکراتو کې هم شامل دی، د همدې امله کولای شي چې د سولې د ټینګښت لپاره په ۴ اړخیزو ناستو کې مهم رول ولوبوي.

کارپوه عتیق اله امرخېل ازادي رادیو ته وویل، دا مرستې باید عملي شي او که نه نو، ګټه به ونه لري.

راپور: خان محمد سیند