افغان حکومت بیا ټینګار وکړ چې پاکستان باید خپلې ژمنې عملي کړي

د افغانستان د سولې په اړه په اسلام اباد کې د پنځمې څلور اړخېزې غونډې تر ترسره کېدو وروسته افغان حکومت یو ځل بیا ټینګار وکړ چې پاکستان باید خپلې ژمنې عملي کړي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال آزادي راډیو ته وویل افغان حکومت تر ډېره په دې غونډه کې د پاکستان له لوري د ژمنو په عملي کولو ټینګار درلود.

ښاغلي مینه پال زیاته کړه:

"زموږ همدا غوښتنه ده چې چین او امریکا پر پاکستان فشار واچوي تر څو هغه ژمنې چې د څلور اړخېزو غونډو پر مهال یې کړي، هغه عملي کړي. طالبان د سولې میز ته کښینوي او که سرغړونه کوي او جګړې ته دوام ورکوي پر وړاندې یې ګډ اقدام وشي."

ښاغلی مینه پال دا هم وویل چې افغان حکومت د څلور اړخیزې غونډې له نورو غړیو غواړي څو پاکستان وهڅوي چې د تروریزم پر ضد عملي اقدام وکړي.

د افغانستان د سولې په اړه پنځمه څلور اړخیزه غونډه پرون د افغانستان،پاکستان،امریکا او چین د استازیو په ګډون په اسلام آباد کې وشوه.