افغان حکومت چین ته د عبدالله سفر له لاسته راوړنو ډک بولي

افغان حکومت چین ته د اجرایي رییس عبدالله عبدالله سفر له لاسته راوړنو ډک بولي.

د حکومت د اجرايیه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلي عبدالله د چین له ولسمشر، مرستیال ولسمشر، صدراعظم او نورو چارواکو سره په خبرو کې د بېلابېلو برخو د همکارېو ډاډ ترلاسه کړ.

"چینایان په بېلابېلو برخو کې چمتو دي چې له افغانستان سره مرسته وکړي. دوی په افغانستان کې په بېلابېلو برخو پانګونې ته لېوالتیا لري. اقتصادي، امنیتي، له ترورېزم سره د مبارزې او سولې په برخه کې همکاري کوي."

د ښاغلي رحیمي په خبره چین ته په دغه درې ورځني سفر کې اجرايي رییس عبدالله عبدالله شپږ تړونونه هم لاسلیک کړل چې ډېر تمرکز یې په اقتصاد او تخنیکي همکاریو دی.

د حکومت اجرایي رییس عبدالله عبدالله پرون له خپل مل پلاوي سره چین ته تر درې ورځني سفر وروسته کابل ته ورسېد.