افغان اجرایه رییس له چینايي چارواکو سره تر لیدنو وروسته کابل ته راغی

د افغان حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله له چینايي چارواکو سره د شپږو سندونو تر لاسلیک او رسمي لیدنو وروسته پرون کابل ته ورسېد.

د ښاغلي عبدالله رسمي ټویټرپاڼې دا خبر خپور کړی او ویلي یې دي چې د حکومت اجراییه رییس په دې درې ورځني سفر کې د چین له جمهور رییس، مرستیال ولسمشر، صدراعظم او نورو لوړ پوړ چارواکو سره لیدلي دي.

همدا راز اجراییه رییس د افغان سولې د بهیر په اړه د چین په رغنده رول ټینګار کړی او له چینايي چارواکو څخه یې د سولې، پوځي همکارېو او نورو لازمو مرستو غوښتنه کړې ده.

د حکومت اجراییه رییس په چین کې د تخنیکي او اقتصادي همکارېو په برخه کې له چینايي چارواکو سره شپږ سندونه لاسلیک کړي دي.