د اسلامي او یو شمېر نورو هېوادونو د یوه اقدام په وړاندې اعتراض

د امریکا متحدو ایالتونو او اروپایي اتحادیې د اسلامي او یو شمېر نورو هېوادونو د هغه اقدام په وړاندې اعتراض کړی چې راتلونکې میاشت د ایډز په اړه د ملګرو ملتونو په کنفرانس کې همجنس پالان له ګډونه منع کوي.

د ملګرو ملتونو چارواکو پرون وویل چې د اسلامي هېوادونو د سازمان ۱۵ غړېو غوښتنه کړې چې یوولس ډلو ته دې په دغه کنفرانس کې چې د جون په اتمه جوړیږي او دوه ورځې دوام کوي، بلنه نه ورکول کیږي او یو شمېر نورو هېوادونو چې نومونه یې نه دي ښودل شوي بیا د یوولسو نورو ډلو په وړاندې مخالفت کړی دی.

په ملګروملتونو کې د امریکا سفیرې سامانتا پاور او د اروپایي اتحادیي مشرانو له دې سازمانه غوښتي چې د همجنس پالو او د جنسیت د بدلون ملاتړو ډلود بندیزپه اړه پریکړه بیرته واخلي.

د اسلامي هیوادونو له خوا په منع شویو ډلو کې د ایستونیا، امریکا، کینیا او تایلنډ په ګډون د ځینو نورو هیوادونو ډلې هم شاملې دي.