نۍ د خبریالانو پر وړاندې زیاتېدونکي تاوتریخوالي اندېښنه څرګندوي

نی یا د افغانستان له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره په هېواد کې د خبریالانو پر وړاندې ورځ تر بلې په زیاتېدونکي تاوتریخوالي اندېښنه څرګندوي.

د دغې ادارې اجرایي رییس مجیب خلوتګر نن د افغان کارګرانو د ملي ټولنې له خوا د خبریالانو د ستاینې په غونډه کې وویل چې په هېواد کې خبریالان له زیاتو ستونزو سره مخ دي.

له خبریالانو سره د تاوتریخوالي تر ټولو تازه پېښه د دوشنبې په ورځ د جنبش روشنايي په مظاهره کې شوې چې له امله یې اوه تنه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د مظاهره چیانو له خوا وهل ټکول شوي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د خبریالانو د ملي ټولنه وايي چې اوس هم د حکومتي چارواکو له خوا له خبریالانو سره تاوتریخوالی کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د بې پولې خبریالانو د وروستي راپور په اساس افغانستان د بیان د ازادي په برخه کې د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې ۱۲۰ ځای لري.