له حزب اسلامي سره د سولې سند تایید او پلاوي ته يي وسپارل شو

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ د سولې سند نن د دې شورا له خوا تایید او د حزب اسلامي پلاوي ته وسپارل شو.

د دغې شورا مرستیال مولوي عطاالرحمن سلیم نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه سند به د ښاغلي حکمتیار له ملاحظاتو وروسته بېرته افغان حکومت ته سپارل کیږي.

د یادونې وړ ده چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د مذاکره کوونکي پلاوي او حکومت تر منځ له تېرو شاوخوا دوو میاشتو راهیسې په کابل کې د سولې خبرې روانې وې چې د تېرې یکشنبې په ورځ دواړو لورو د سولې په سند موافقه وکړه.