د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړي له ټولو افغان میندو او پلرونو غواړي چې د پولیو واکسین په سراسري کمپاین کې خپل ماشومان واکسین کړي.
د کرکیټ د ملي ټیم لوبغاړو د سې شنبې په ورځ په دې اړه پيل شوي کمپاین کې برخه واخیسته او کیپټان اصغر ستانکزي ازاډي راډيو ته وویل:
"هغه مېندې او خوندې چې خپلو ماشومانو ته واکسین نه ورکوي موږ د همدې لپاره راوتلي یو چې دې کې کوم زیان نسته په دې کې ستاسو د ماشومانو اینده ده دا ستاسو د ماشومانو لپاره ډېر مهم ده."
د افغانستان دعامې روغتیا وزارت وايي چې د پولیو سراسري کمپاین تېره ورځ پیل شوي چې له مخې به یې څه باندې نهه میلیونه هغه ماشومان واکسین شي چې عمرونه یې له پنځو کلونو ښکته وي.
دا کپماین په داسې حال کې پيل شوی چې څو ورځې وړاندې د کونړ په ولایت کې د ګوزڼ دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.